د افغانستان کرېکټ بورډ کلنۍ عمومي غونډه پرون د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې جوړه شوه.
غونډه د کرېکټ بورډ د رییس میرویس اشرف په مشرۍ جوړه شوه، چې د بورډ ټولو غړو په کې د تېر کال لاسته راوړنو په اړه هراړخیز بحث او د ۲۰۲۴ کال لپاره پلانونه په ګوته کړل.
د افغانستان کرېکټ بورډ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې مالي راپورونه، د بودجې، د نړۍوالو او کورني کرېکټ لاسته راوړنې او د جوړښتي سمونونو په اړه بحثونه شامل وو.
د الوخېلو په سیمه کې د کابل نړۍوال کرېکټ لوبغالي د ډیزاین بهیر هم د بحث مهم ټکی و.
سربېره پر دې په دغې غونډه کې د کورنیو لوبغاړو قراردادونو او د لوبې فیس کې د پام وړ زیاتوالی وړاندیز شوی.
په مرکزي قراردادونو کې د بدلون او په کورني او نړۍوال کرېکټ کې د غوره لوبغاړو لپاره د هڅونې په اړه هم خبرې وشوې.
د الوخېلو لوبغالي د ډيزاين پر پرمختګ خبرې وشوې او یوه کمېټه ګومارل شوې، چې د چارو څارنه وکړي.
په دې ناسته کې احمد خالد حاتم، الله داد نوري، رییس احمدزي، عبیدالله صدرخېل، رحمت الحق فضیل، عاطله کامګار او خان جان الکوزي ګډون کړی وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ کلنۍ عمومي غونډه هرکال د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربهتوب ترسره کېږي.
دغه غونډه د کرېکټ بورډ د مشر لهخوا رهبري کېږي او د اجرایوي رییس او همدارنګه د بورډ غړي په کې ګډون کوي او د تېرو کلونو فعالیتونه او لاسته راوړنې او همدارنګه د راتلونکو کلونو د موخو په اړه په کې بحث کېږي.