د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي؛ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام له رارسېدو وړاندې ټوله لوبډله پر توپ وهنې کار کوي.
هغه وايي، چې د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو دوی د ګټلو لپاره راغلي دي.
ابراهیم ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې له ملي لوبډلې د خلکو تمې ډېرې شوي. په هېواد کې یوازینی شی چې د افغانستان خلکو ته خوښي ورکوي هغه کرېکټ دی.
هغه زیاته کړه؛ په کور کې دننه له هند سره مخ کېدل به ستونزمن وي؛ خو دوی د شل اوریز نړۍوال جام څخه د مخه د خپل توپ وهنې ښه کولو په لټه کې دي.
ابراهیم ځدړان وایي: «د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو موږ د ګټلو لپاره راغلي یو، خپل مهارتونه به وښیو. موږ شل اوریز لوبو لپاره ډېر ښه لوبغاړي لرو او موږ په دې فارمټ کې ښه یو، زه ډاډه یم چې موږ به ښه لوبه وکړو.»
ځدراڼ زیاته کړې، موږ د نړۍ یو له غوره سپېنرانو څخه یوو، تېز توپ اچوونکي هم لرو خو زموږ موخه د توپ وهنې مهارتونو ته وده ورکول دي.
افغانستان د ای سي سي په شل اوریز نړۍوالو لوبو لېست کې لسم ځای لري.
افغانستان او کوربه هېواد هند به د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) د خپلو درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د موهالي په پي سي ای لوبغالي کې سره مخامخ شي. دویمه او درېیمه لوبه به اندور او بنګلور کې ترسره شي.
د افغانستان او هند تر منځ پنځه شل اوره نړۍوالې لوبې ترسره شوي، چې یوه یې هم افغانستان نه ده ګټلې. په پنځو لوبو کې ۴ هند ګټلي او یوه بې پایلې پای ته رسیدلې.