راشد خان له هند سره لوبلړۍ کې نشي لوبېدلی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي.

راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »

۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.

هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.

ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»

راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.

د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

نور خبرونه

رادیو