د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې پر درېیو لوبغاړو لګېدلي بندیزونه لرې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، اوس به دغو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې مرکزي قراردادونه ترلاسه کړي او په سوداګریزو لیګونو کې برخه واخلي.
د خبرپاڼې له مخې، دغو درېیو لوبغاړو مرکزي قراردادونه لاسلیک کړي دي؛ خو د دغو لوبغاړو پر وړاندې یو لړ اصول وضع شوي، چې په راتلونکې کې له ورته پېښې سره مخ نه شي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې له دې وروسته به د دغو لوبغاړو له ډسپیلن او فعالیته کلکه څارنه کېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي، چې په لوبډله کې د دغو لوبغاړو د حضور اهمیت ته په کتو سره دغه بدلونونه رامنځته شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې لوبغاړي به د لوبډلې بریا ته ژمن پاتې شي او د افغانستان لپاره به ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړه:« بې له شکه لوبغاړو د لوبډلې په بریا کې مرسته کړې او د خپلو ارزښتونو څخه یې د ملت استازیتوب کړی دی. موږ هیله لرو، چې دوی په راتلونکي کې د ورته ناخوالو څخه ډډه وکړي؛ ځکه موږ تمه لرو چې دوی به په ښه بڼه د هېواد استازیتوب وکړي.»
تر دې وړاندې د ډسمبر په پیل کې مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او نوین الحق د افغانستان کرېکټ بورډ ته د مرکزي قراردادونو څخه د لغوه کېدو خبر ورکړی و، چې په ځواب کې کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې د دوی د ۲۰۲۴ کال مرکزي قراردادونه وځنډوي او همدارنګه یې په سوداګریزو لیګونو کې د دوی پر لوبو د دوه کلن بندیز پرېکړه کړې وه.