د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله د هند موهالي ښار ته رسېدلې ده.
د افغانستان ملي لوبډله به د هندوستان لوبډلې سره د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان ملي لوبډله په لومړي ځل د هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوریزو لوبو سیالۍ تر سره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ملي لوبډله د شل اوریزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره د هند موهالي ښار ته رسیدلې ده.
د افغانستان د شل اوریزه ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او د ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ هم له لوبډلې سره یو ځای شوي دي.
خو د یادې لوبلړۍ لپاره به د ملي لوبډلې لوبډلمشري د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې یوه ویډیو کې راشد خان وایي: «موږ له هندوستان سره لومړی ځل درې شل اوریزه لوبې لرو، لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۱مه، دویمه لوبه ۱۴مه او دریمه لوبه په ۱۷مه ده. زموږ هدف د لوبې ګټل او ښه ځلیدل دي چې هیواد ته خوشحالي راوړو.»
همدارنګه د افغان ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ د لوبډلې د چمتوالي خبر ورکوي او وايي له هند سره به افغان لوبډله ښې لوبې تر سره کړي: « له هند سره دغه د افغانستان د شل اوریزه لوبو لومړۍ لوبلړۍ ده زه هیله لرم چې ښې لوبې به ولرو.»
هندوستان هم له افغانستان سره د شل اوریزه لوبلړۍ لپاره د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړې ده.