اسټرالیا له پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ لوبلړۍ وګټله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په دغه هېواد کې نن په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د لوبلړۍ درې واړه سیالۍ وګټلې.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن سیډیني کې د لوبو په شپږمه ورځ ۱۳۰ منډې هدف وټاکه، خو اسټرالیا د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ.

اسټرالیا په په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې پر ۷۹ او دویمه کې پر ۳۶۰ منډو لوی توپیر پاکستان مات کړی و.

د پاکستان د کرېکټ ډایرېکټر محمد حفیظ وايي، دې لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو له ځینې چانسونو یې کار وانه خیست او د ځینې کېچونو غورځېدو سره یې ماتې وخوړه.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې په اسټرالیا کې ټېسټ لوبلړۍ کېږي، خو ویل کېږي یوه لوبلړۍ هم پاکستان نه ده ګټلې.

نور خبرونه

رادیو