له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې له هند ماته وخوړه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۴

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د سوېلي افریقا په کوربتوب نن په ۳ لوبه کې له هندۍ لوبډلې ماته وخوړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۸۸ منډې جوړې کړې؛ خو هندۍ لوبډلې د یوه لوبغاړي په زیان دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې له هند او سوېلي افریقا سره دې لوبلړۍ کې تر دې مخکې دوه لوبې درلودلې چې یوه یې ګټلې او بله یې بایللې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي؛ افغان ځوانان به دغه لوبلړۍ کې د خپلې څلورمې لوبې لپاره راتلونکې دوشنبه له سوېلي افریقا سره ولوبېږي.

نور خبرونه

رادیو