راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د لس غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې پنځم مقام ته را ټیټ شوی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۴

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچوونکو تازه نوملړ خپور کړی او په دغه نوملړ کې راشد خان پنځم مقام خپل کړی دی.

تر دې وړاندې راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچونکو په لیست کې په دویم مقام کې راغلی و.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچوونکو نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې فضل الحق فاروقي پر اووم مقام پاتې دی خو مجیب الرحمن ځدران له نهم مقام څخه یولسم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د لس غوره توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د انګستان ملي لوبډلې ورو توپ اوچونکی عادل رشید پر لومړي مقام، د هند ملي لوبډلې توپ اچونکی روي بیشنو دویم، د ویسټ اندیز اکیل حسن دریم او د سریلانکا وینندو هسرانګا په څلورم مقام کې دي.

د شل اوریزو سیالیو د لس غوره توپ اچونکو په نوملړ کې راشد خان پنځم مقام خپل کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د لس غوره توپ اچوونکو په دغه لیست کې فضل الحق فاروقي اووم او مجیب ځدراڼ چې وړاندې تر دې پر نهم مقام و یوولسم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ چارو شنونکي وايي، راشد خان د ټپي کیدو او له تېرو دوه میاشتو راهیسې نه لوبیدو له امله د کرېکټ نړیوالې شورا د غوره لوبغاړو په درجه بندۍ کې خپل مقام له لاسه ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو