د افغانستان، هند او سوېلې افریقا له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د ډسمبر په ۲۹مه پیل شوه او افغان لوبډلې په کې یوه لوبه بایللې او یوه یې ګټلې ده.
افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۴مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې، له نوولس کلنو کم عمره افغان ملي لوبډله په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې او هند د نوولس کلنو کم عمره لوبډلې تر منځ سیالي د افغانستان پر وخت ۱۲ نیمې بجې پیلیږي.
یاده سیالې د نصیر خان په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.
له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د یادې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د ټپې کیدو له امله له لوبډلې بهر شوی و او پر ځای یې نعمان شاه د لوبډلې مشري په غاړه لرله.
د نوولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.
له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ته بایللې، دویمه لوبه یې له سوېلي افریقا څخه ګټلې ده.