شننه؛ د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او مدني مقاومت ډلو ته څه کول پکار دي؟

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو نږدې دوه نیم کاله پوره کیږي؛ خو طالبانو له ژمنو سره - سره نه یوازې دا چې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي‌ بلکې برعکس د همدغو ژمنو پر تړاو یې سخت دریځه اقدامات ترسره کړي چې دا د افغانستان ملت او نړۍوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

همدا سخت دریځه سیاست د طالبانو د انزوا او د ملي او نړۍوال مشروعیت نه اخیستو لامل ګرځېدلی دی.‌

په تېرو نېږدې ۲۸ میاشتو کې د طالبانو سخت دریځه سیاست پر وړاندې نړۍوالې ټولنې، لویدیځ او ګاونډیانو اندېښنې ښودلي او په افغانستان کې روان وضعیت او د طالبانو پالیسي یې د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ بللی.

همدارنګه د افغانستان دننه هم اکثریت خلکو نارضایتي ښودلی او د طالبانو حاکمیت یې د افغانانو ملي ګټو او اسلامي‌ معتدل فرهنګ پر واړندې توطیه ګڼي.

عملاً ولس او په ځانګړې توګه مېرمنو د طالبانو پر وړاندې مدني مبارزې او مقاومت ته مخه کړې، چې دا مدني مقاومت د طالبانو نامشروع او په زور راغلی حاکمیت له زور زیاتي سره مخ شوی دی.

د افغانستان سربیره په هغو هېوادونو کې چې استبدادي او دیکتاتوري نظامونه حاکم وي، په قانون او سیسټم کې یې د خلکو نارضايتي ته د ځواب ویلو لپاره سوله ييز ميکانيزم شتون نه لري.

پر همدې اساس خلک مدني مقاومت او د دیکتاتور حاکمیت پر ضد لاریونونو ته مخه کوي او دغه لاریونونه بې له ځنډه د واکمن نظام له زور زياتي سره مخ کېږي.

که چیرې حکومت په دې بريالی نه شي، چې په لنډه موده کې دغه لاريونونه په بشپړ ‌ډول کنټرول کړي، په دې صورت کې د مدني مقاومت خوځښتونه پر انقلابي حرکتونو بدلېږي، خلک او دیکتاتور حکومت د یو بل پر وړاندې درېږي او ترمنځ یې نابرابره جګړه پیلېږي.

ولې نابرابره جګړه؟

ځکه په دیکتاتوري او استبدادي نظام کې د ولس او دیکتاتورانو ترمنځ د واک انډول نه وي.

ظاهراً دولت تر خلکو ډېر واک لري، پیسې او وسلې هغه دوه عمده عوامل دي، چې د حکومت واک د خلکو پر وړاندې ډېروي.

سربیره پردې حکومت وسله وال ځواکونه د خپلې قوماندې لاندې لري او ملي شتمنۍ یې چې دوی غصب کړې دي، خو خلک د حکومت پر وړاندې یو غښتلی ځواک او برتري لري او هغه برتري د لاریون کوونکو، سیاسي‌ او مدني مقاومتونو د خوځښتونو ډېر شمېر، یووالي او پیوستون پرته بل څه نه دي.

هېڅ ډول شتمني او پوځي ځواک نه شي کولی د خلکو د ډله ییز خوځښت مخه ونیسي، کله چې زرګونه خلک په لارو او کوڅو کې د استبدادي نظام پر وړاندې را ووځي انقلاب به بې له شکه بریالی کېږي.

په دې صورت کې به د حکومت مقاومت بې ګټې وي، دا داسې ده لکه څوک چې د څونامي پر وړاندې ودرېږي او ډزې پرې وکړي، ښکاره ده چې بې ګټې به وي او بالاخره د طوفان څپې به هغه له ټولو امکاناتو سره له منځه یوسي.

له بلې خوا ټول استبدادي حکومتونه د ولس يووالی او پيوستون د خپل حکومت لپاره ګواښ ګڼي او د دې پیوستون پر وړاندې په ارامه نه کېني، تل د خلکو ترمنځ تفرقه جوړوي او د دوی طبیعي‌ یووالی له منځه وړي او په ټولو پرګنو کې نفاق ته لمن وهي.

ښځه د سړي پر ضد، سني د شیعه او دینداره د بې دینه پروړاندې دروي، لنډه دا چې تفرقه خپره کړه حکومت وکړه فارموله کاروي.

هغه خلک هوښيار او ځیرک دي، چې د الګارشي او استبدادي ډلې د دسیسو او نفاق خپرولو د برنامې شنډولو پر وړاندې خپل منځ کې د يووالي ټينګښت ته پام وکړي او د اختلافاتو پر ځای خپلو ګډو موخو او ارزښتونو ته کار وکړي او له يو بل سره په زغم او متقابل تفاهم تمرکز وکړي.

همداراز اوږه په اوږه د استبدادي رژیم پروړاندې ودرېږي او دا دې نه هېروي چې ټول د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه کوي او د بریا یوازینۍ لار یووالی دی او که له دوی سره ودرېږي، بریالي به شي او که د یو بل په وړاندې ودرېږي ناکامي حتمي ده.

اساسي پوښتنه دا ده، چې د استبدادي نظام پر وړاندې د ناراضو خلکو، سیاسي او مدني مقاومت خوځښتونو د یووالي ګډ ارزښتونه د متحدې مبارزې لپاره څه کېدی شي؟

افغانستان ته ورته هېوادونو کې چې د ګڼ شمیر ملیتونو او ژبو ښکلې تنوع لري د پلورالییزم او کثرت پالنې پرته چې مدرنه او د وقت غوښتنو ته ځواب ویوونکې چاره ده او ټول اړخونه پرې را ټولېدای شي‌ بله د سیاسي ‌او ټولنیز نظم راوستلو لار نه تر سترګو کېږي.

سربیره پردې هغه ګډ ارزښتونه چې د یووالي لپاره د ازادي غوښتلو خوځښتونه او ملت پرې تکیه کولای شي د ډېموکراسۍ غوښتنه، برابر حقوق، ټولنیز عدالت، په سیاسي پرېکړو کې شمولیت، ملي‌ اقتصادي پر ځان بسیا بنسټونو لرل، د ښځو حقونه (آزادۍ، کار او ډوډۍ) بیا رغونه یا د وطن پالنې ارزښتونه، انساني کرامت، او د ظلم، تېري، غصب، سیاسي او اقتصادي فساد پر وړاندې مبارزه کېدلی شي.

نارینه او ښځینه، ځوان او زوړ، ملحد او مذهبي او که بل هر پوړ د ټولنې وي یا د هر قوم، فرقې او ژبې چې وي، اکثريت يې دا ډول اېډيالونه او عقيدې لري، نو بايد پر دغو ايډيالونو تکيه وکړي او د همدې ارزښتونو پر بنسټ نظامند او هر اړخیز پیوستون او یووالی را منځته کړي.

هغه ټکي چې د مبارزې پر مهال د بحث وړ نه دي:

د مبارزې درشل د تېرو حسابونو د تصفیې وخت نه دی، بلکې دا د یووالي او پیوستون وخت دی او د یووالي لپاره باید په ګډو ارزښتونو تمرکز وشي. همدارنګه د مبارزې او اعتراض شېبې د بري په ورځ د واک د وېش شېبې نه دي، بلکې له بري وروسته دا د ولس حق دی لکه نور ولسواکه هېوادونه چې په ټاکلې موده کې د خپلې خوښې حکومت د رایو ورکولو له لارې رامنځته کوي.

د الګارشیانو او استبداد کوونکو پر وړاندې باید د مبارزې په بهیر کې ټول معترض اړخونه شتون ولري او د ټولو انرژي باید په یوه هدف متمرکزه وي.

البته دا یوازې د مدني مقاومت ډلو او عامو خلکو دنده نه ده چې د یووالي لپاره هڅه وکړي، بلکې د ملي او هغو نړۍوالو رسنیو او بنسټونو رول خورا مهم دی چې د طبیعي ازادیو، مالکیت حق، د بیان ازادۍ، مېرمنو او زده کړو حقوق او د توکم پالنې پر وړاندې مبارزه کوي.

دوی کولی شي د بېلابېلو ډلو ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د دغو بنسټونو له دندو یوه مهمه یې دا ده، چې د بیلابیلو بشري، مدني او ټولنیزو ډلو ترمنځ اتحاد او ایتلافونه جوړ کړي.

د طالبانو پر وړاندې دسیاسي او مدني‌ مقاومت ټول اړخونه باید پوه شي، چې نن افغانان یو ګډ دښمن لري چې ټول ګواښي.

د دې فاشیست او استبدادي دښمن د ماتولو لپاره یوازینۍ ممکنه لار د ټولو ملیتونو ترمنځ یووالی دی.

زموږ د ملت د نن ورځې لومړیتوب باید د ګډ دښمن د ماتولو لپاره مبارزه واوسي، هرکله مو چې د دې دښمن پر وړاندې بریا ترلاسه کړه موږ به دا فرصت ولرو، چې له یو بل سره په اسانۍ حساب و کتاب وکړو او ټول هغه اړخونه چې د جمهوریت پرځېدو لامل شوي و او هغه واک چې په ناعادلانه توګه د یوې کوچنۍ پر سیاسي فساد اخته ډلې لاس کې و واضح کړو.

په ټولو ټولنیزو او سیاسي بنسټونو کې د عمودي‌ او افقي اصلاحاتو لړۍ پیل او په سیاسي فرهنګ سمبال موډرنه مدني ټولنه رامنځته کړو، چې په هغه کې د هر افغان حقونه تضمین او ټولنیز عدالت پلی وي.

له بده مرغه پر افغانستان واکمنه د ملایانو سخت دریځه ډله د وېرې او تفرقي اچولو پرته د بقا لپاره بل څه نه لري نو افغانان باید د دوی پر وړاندې متحد شي او دوی په افغانستان او نړۍ کې د مشروعیت له اخیستو څخه لرې وساتي.

دغه راز طالبان چې اوس کومې دسیسې د خلکو د وېشلو لپاره کوي‌ او دوی له ټولو هڅو سره بریالي نه شي، په ناببره توګه ژر یا وروسته به د دوی پر وړاندې د افغانستان له هر ګوډ نه خلک راپورته شي.

دا اعتراضونه او مدني مقاومت به د دې لامل شي، چې په دوی کې وېره خپره او په خپل منځ کې سره ووېشل شي او په دې سره به د طالب استبدادي، بدوي او سنتي ډلې د پرځېدو ورځ او د افغان ولس د لوی مودرنیتي راوستل به د ولسي انقلاب د بریا ورځ وي او د طالبانو پرځیدل به د تېر سل کلن ترهګریز‌، متشدد، استخباراتي او سیاسي ‌اسلام د لویې لوبې پر تابوت وروستی میخ وي‌.

نور خبرونه

رادیو