افغان لوبډله له متحده عربي امارتو سره د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ سیالي تر سره کوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله، له متحده عربي اماراتو سره د روانې شل اوریزې لوبلړۍ دریمه سیالي نن د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کوي.

دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

د افغانستان او متحده عربي امارتو د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزې لوبلړۍ دوه سیالۍ تر سره شوې چې، یوه سیالي افغانستان او یوه بله یې متحده عربي اماراتو ګټلې ده.

دغه لوبلړۍ د راشد خان په نه شتون د افغان لوبډلې د پیلیز توپ وهوونکي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.

له دغه لوبلړۍ وروسته افغان ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي.

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روان میلادي کال د جنورې په ۱۱مه د هند په موهالي لوبغالي کې، دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او دریمه لوبه د جنورۍ په ۱۷مه تر سره کیږي.

په پام کې ده چې له هند سره د درې شل اوریزه لوبلړۍ لوبې به هم د راشد خان په نه شتون کې د ابراهم ځدراڼ په لوبدلمشرۍ تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو