د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په دغه ولايت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ورزش او المپيک رياست لهخوا په جوړو شویو سیالیو کې اتلس لوبغاړو د بدن ښکلاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز لیکلي، تر دې وړاندې د لوبغاړو د هڅونې او سالمې تفريح په موخه هم د بدن ښکلا سيالۍ او نندارې په دغه ولایت کې تر سره شوې وې.