د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې په دویمه شل اوره نړۍواله لوبه کې افغان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه.
د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې؛ سیالې لوبډلې د اوو وېکټو په بایللو سره په شلو اورونو کې دا هدف ټاکلی دی او اوس یې په مقابل کې افغان لوبډله لوبېږي.
دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي او لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له کوربه لوبډلې ګټلې وه.
له بلې خوا له نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې نن سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې؛ خو سیاله لوبډله د هدف پوره کولو کې پاتې راغله.