افغانستان په یوه ورځ دوه غبرګې کرېکټ سیالۍ تر سره کوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو او تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سوېلي افریقا په وړاندې لوبیږي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د افغانسان ملي لوبډله د یک شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د درې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له متحده عربي اماراتو څخه ګټلې وه.

په تېره لوبه کې افغانستان د دریو ویکیټو په زیان متحده عربي امارتو ته د۲۰۴ منډو هدف ورکړ.

په دغې سیالۍ کې رحمان الله ګربز په ۵۲ توپونو سلیزه ووهله، په شل اوریزو لوبو کې دا د ګربز لومړنۍ سلیزه وه.

تر دې وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي سلیزې وهلې وې.

همدارنګه افغان کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي چې، نن یک شنبه د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د درې اړخیزې روانې لوبلړۍ په دوام له سوېلي افریقا سره د سیالۍ ډګر ښکته کیږي.

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له هند څخه د شپږ ویکټو په توپیر بایللې وه.

افغانستان په تېره لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډو وټاکه او د هند لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۳۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په تېره لوبه کې سهیل خان افغانستان په ګټه په ۱۱۲ توپونو ۷۱ منډې او حسن عیسی خیل په ۴۰ توپونو ۵۴، د نورو لوبغاړو په پرتله ډيرې منډې جوړې کړې.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا له ۱۹ کلنو د کمره عمره لوبډلو د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو درې اړخیزه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.

نور خبرونه

رادیو