په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وینا پر مهال «د طالبانو سره د تعامل پر ډېرېدا» غبرګون کې د ښځو د جنبش شنبههای ارغواني په نامه یوه غورځنګ د نوموړې دغه څرګندونې غندلي او هغه یې د افغان مېرمنو سره ستره جفا بللې ده.
دغه غورځنګ په دې اوه یو پرېکړه لیک هم صادر کړی او په هغه کې ویل شوي، سره له دې چې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه ښځو په کور دننه تمه لرله، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې اغلې اوتنبایوا باید د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي، جنسیتي تبعیض، له بشري حقونو سرغړونو او داسې نورو شته ستونزو په اړه رېښتنی راپور وړاندې کړی و؛ خو له بده مرغه یې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنې له پامه غورځولې او پر ځای یې له طالبانو سره د تعامل د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
په دغه پرېکړه لیک کې دوی د افغانستان د ښځو په استازیتوب د طالبانو سره د تعامل خبره غندلې او د یوناما له استازې یې پوښتلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د نړۍوالې ټولنې پر غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او لاهم د خپل نامشروع حکومت پر پایښت ټینګار کوي؛ نو د دغې ډلې سره د تعامل غوښتنه پر کوم بنسټ کېږي؟
د دغه غورځنګ په پرېکړه لیک کې زیاته شوې چې افغان مېرمنې له نوموړې پوښتنه کوي، چې تاسو د چا په استازیتوب د طالبانو سره د تعامل د زیاتوالي غوښتنه کړې؟
دا رنګه د دغه غورځنګ په پرېکړه لیک کې راغلي:« موږ د طالبانو او ملګرو ملتونو د پټو او وحشتناکو احتمالي معاملو له کبله اندېښمنې یو او موږ له اغلې اتنبایوا پوښتنه کوو، چې تعامل او باج ورکوونې په اړه څه تضمین ورکولی شي، چې طالبان به له بشري حقونو سرغړونه نه کوي او دغه هېواد به د ترهګرو پر پټنځایونو نه بدلېږي؟
دوی وایي، یوناما باید د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او د طالبانو سره د سیاست د عادي کولو، د تعامل زیاتوالی او باج ورکونې څخه ډډه وکړي.
دوی زیاتوي:« موږ غواړو، چې هیڅ یوه ناسته هم باید د افغانستان د رېښتینو استازو په ځانګړې توګه د ښځو د ګډون پرته ترسره نه شي.»
دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو له حکومته ونه وېرېږي او د دوی په بدیل فکر وکړي او غوښتنه یې دا ده، چې خبریالان، استادان، د بشري حقونو فعالان، پخواني پوځیان چې دا مهال د طالبانو لهخوا نیول شوي او د زندانونو د تورو تمبو شاته پراته دي، ټول دې بې قیدو شرطه ژر تر ژره خوشې شي.