افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده اماراتو سره شل اوره نړیواله لوبلړۍ پیلوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۸

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره د دریو نړیوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکلې ده چې د دې لړۍ اوله لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د کوربه هېواد کې په شارجه ښار کې وشي.

په دې لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد لوبېږي.

کرېکټ بورډ وايي،څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم برخه دي.

له بلې خوا د افغانستان، هند او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نور خبرونه

رادیو