د افغانستان، هند او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د هند او افغانستان په لوبې پیل شوه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغو لوبو کې د افغانستان لوبډلې لوبډلمشري د نصیرخان په غاړه ده.
تر دې وړاندې، تېرهع ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ د دغو لوبو لپاره یو اتلس کسیز نوملړ اعلان کړی و.
دغه لوبې د سویلي افریقا په کوربهتوب ترسره کېږي.