اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ لوبو لړۍ وګټله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۸

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ لړۍ دوهمه پرله پسې لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او په دې بري سره یې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

دغه لوبلړۍ د اسټراليا په ملبورن ښار کې روانه ده. اسټراليا د نن په څېر لومړۍ لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د کرېکټ په دوهمه ټيسټ لوبه کې نن پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه يې انتخاب کړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې پاکستان د اسټراليا د ۳۱۸ منډو په مقابل کې ۲۶۴ منډې وکړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې کوربه هېواد اسټراليا ۲۶۲ منډې جوړي کړې او پاکستان د ۲۳۷ منډو جوړولو سره دغه هدف پوره نه کړ.

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ دا دوهمه لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او ددې سيالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی اسټراليايي توپ اچوونکی پاټ کمينز شو، نوموړي پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او په ۱۲۰ توپونو يې ۴۸ منډې جوړې کړې.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ پيليزه لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان په ۳۰ اورونو کې يوازې ۸۹ منډې جوړې کړې وې او اسټراليا هغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د دې سيريز وروستۍ لوبه درې ورځې وروسته د جنوري په دوهمه کېږي.

نور خبرونه

رادیو