د وزلوبې غوره لیګ سیالیو پنځم پړاو لومړۍ ورځ تېره ورځ په کابل کې ترسره شوه.
په لومړي ګروپ او لومړۍ لوبه کې د سمنګان لوبډلې بامیانو ته ۰-۹ ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې له دویم ګروپه بغلان او تخار ۱-۱ مساوي شول او په درېیم ګروپ کې د کندوز لوبډلې ۰-۱۲ وردک لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ځینو لوبغاړو لکه: پهلوان ذبیح الله، عبدالسلام، مطیع الله او عبدالله په دغو سیالیو کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې او د وردک بیا دوه لوبغاړي ژوبل شول.
په دغو سیالیو کې بریا درې امتیازه او مساوي یو امتیاز لري.
د وزلوبې د سیالیو دغه پنځم پړاو کې چې په کې د ۱۳ ولایتونو لوبغاړي ګډون لري، سیالۍ د شپږو اسونو په شتهوالي کې ترسره کېږي.