افغانستان په لومړنۍ یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۴

د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ د دوه یو ورځنیو تمریناتي سیالیو لومړنۍ لوبه نن دوشنبه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دغه لوبې پچه د عربي متحده اماراتو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

په دغې یو ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د افغانستان په لوبډله کې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم شامل شوي دي.
د افغانستان له لورې ریاض حسن چې لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه یې وه، خپله وېکټه یې د لوبې په درېیم اور کې په ۱۳ منډو له لاسه ورکړه.
همدارنګه د افغانستان د نورو لوبغاړو پرتله بهیر شاه محبوب ۴۴، ګلبدین نایب ۴۲ او رحمت شاه ۳۸ ډېري منډې د لوبې تر ۴۵ اورونو جوړې کړې.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې د عربې متحده اماراتو په وړاندې د لوبې په ۴۷.۲ اور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړي او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۵ منډو هدف و ټاکه.
د دغه دوه یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو