د پاکستان ورزشي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبغاړی د افغانستان د فراه ابومسلم ډلې سره یوځای کېږي.
د راپورونو له مخې، دغه لوبغاړي د ابومسلم سره یو کلن قرارداد لاسلیک کړی.
شایق دوست ٢١ کلن دی او تر دا مهاله یې اته ځلې د خپل هېواد لپاره لوبه کړې ده.
په ټرانسفر مارکېټ کې د هغه ارزښت ۷۵ زره یورو دی او هغه تر دې وړاندې د لیلاپور، بلوچستان، زورور او واپډا ډلو کې لوبېدلی دی.
د شایق دوست قرارداد لا وروستی شوی نه دی او ویل کېږي، چې د قرارداد د لاسلیکېدو سره به ډېر ژر د ابومسلم لهخوا په یو لړ مراسمو کې معرفي شي، ابومسلم د افغانستان په لویدیځ کې یوه پېژندل شوې لوبډله ده.