د کورش غېږ نیونې سیالۍ د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې پای ته ورسېدې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

د کورش غېږنیونې سیالي چې په دودیزه توګه په خاورو کې کېږي، د تخار ولایت د څلورو ولسوالیو لوبغاړو ترمنځ د درقد ولسوالۍ په ښاروالۍ کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ۶۰ ډېرو لوبغاړو ګډون کړی و، چې د ینګي قلعه ولسوالۍ لوبغاړو د لوړو امتیازونو په درلودو لومړی مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو جوړوونکو او سمبالوونکو د دغو دوه ورځنیو سیالیو د ترسره کولو موخه د کورش لوبې وده بللې ده.

دغه لوبه د افغانستان په شمال کې ډېر مینه‌وال لري.

نور خبرونه

رادیو