تېره ورځ د ای پي اېل ۲۰۲۴ کال لوبو لپاره د نویو لوبغاړو د پېرلو بولۍ پیل شوه.
د ۲۰۲۴ کال لپاره عظمت الله عمرزی لومړنی افغان لوبغاړی و، چې د لومړي ځل لپاره په ۵۰ لکه هندي کلدارو په ای پي اېل کې د ګوجرات لوبډلې لهخوا وپېرل شو.
له عمرزي وروسته افغان ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ هم د کولکته نایټ رایډرز لهخوا په شل مېلیونه هندي کلدارو وپېرل شو، چې د ای پي اېل په راروانو سیالیو کې به له رحمان الله ګربز سره په یوې ډله کې وي.
مجیب ځدارڼ تېرکال کومې ډلې نه و پېرلی او اوسمهال به له یو کلن ځنډ وروسته بیاځلي په ای پي اېل کې ولوبېږي.
له مجیب ځدراڼ وروسته د افغانستان الراونډر محمد نبي عیسی خېل هم ممبی انډینز په ۱۵ مېلیونه هندي کلدارو وپېره.
محمدنبي تر دې وړاندې د ای پي اېل په حیدراباد او کولکتې لوبډلو کې لوبېدلی دی.
د دغو درېیو لوبغاړو ترڅنګ راشدخان او نور احمد لکڼوال په ګوجرات لوبډله کې، رحمان الله ګربز په کولکتې لوبډله کې، فضل الحق فاروقي په سنرایرز کې او نوین الحق هم په لکنهو لوبډلې کې لوبېږي.