عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای پي اېل کرېکټ لیګ کې د لومړي افغان لوبغاړي په توګه واخیستل شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو کې عظمت الله عمرزی د ګوجرات لوبډلې په پنځوس لکه هندي روپیو واخیست.
د هند د ای پي اېل شل اوریز لیګ د لوبغاړو بولۍ نن چهار شنبه د (لیندۍ ۲۸مه) د افغانستان پر وخت غرمه دولس بجې په عربي اماراتو کې پیل شوه.

په دغه لیګ کې د لوبېدو په موخه لس افغان لوبغاړي د وروستي نوملړ لپاره شارټ لېسټ شوي وه.
د بولۍ د مراسمو د پیل سره، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ګوجرات لوبډلې له‌خوا په پنځوس لکه هندي روپیو واخیستل شو.
د ګوجرات لوبډلې سره لا له وړاندې راشد خان او نور احمد هم یوځای شوي دي.
همدارنګه د ای پي اېل لپاره د لوبغاړو په بولۍ کې د اسټرالیا د ملي لوبډلې لوبدلمشر پټ کیومېنز په ۲.۵ کروړه هندي روپیو حیدراباد لوبډلې واخیست.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پټ کیومینز د ای پي اېل په تاریخ کې تر ټولو په ګرانه بیه واخیستل شو.
تېر کال ای پي اېل کې هم د اسټرالیاوي ورو لوبغاړی سام کرن د پنجاب کېنګز لوبډلې په ۱۸.۵ کروړه هندي روپیو اخیستی و.

نور خبرونه

رادیو