د ۱۹ کلنو ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو پایلوبه نن د متحده عربي امارات په کوربه توب د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې او د متحده عربي امارت د ۱۹ کلنو لوبډلې تر منځ تر سره کیږي.
د لوبې پچه د عربي امارات لوبډلې وګټله او بنګله دېش ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ دغه پایلوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې تر سره کیږي او دا لومړی ځل دی چې د متحده عربي امارات لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې پایلوبي ته وتلې ده.
د بندګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبدله د عربي امارات د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د یوې ویکیټې په سوځېدو سره د لوبې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.
د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالیو کې، هند، افغانستان، متحده عربي امارات، بنګله دېش، نیپال، سریلانکا، جاپان او پاکستان لوبډلو برخه لرله.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې وکړې چې، لومړۍ لوبه یې هند ته بایلوده، دویمه لوبه یې له نیپال څخه وګټله او په ورستۍ لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ومنله او د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو څخه بهر شوه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام په تاریخ کې اووه ځلې هندوستان او یو ځل افغانستان د دې جام اتلولي ګټلې ده.
پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش تر اوسه پورې د دغه جام اتلولي نه ده ګټلې.