د افغانستان د ګډو هنري او رزمي لوبو د «کېج واریزر» په ۱۶۵ سیالیو کې احمد سهیل حسنزاده د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د سیالیو ډګر ته ولاړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې خپل امریکایي سیال چېسن بلر ته ماته ورکړه او په دې سره په ازادو سیالیو کې یې د لسم ځل لپاره هم بریا په برخه شوه.
دغه سیالي د ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه او حسن زاده وتوانید خپل امریکایي سیال ته چې په امریکا کې نوموتی لوبغاړی دی او په «اېماېماې» کې څلور ریکارډونه لري ماتې ورکړي.
حسنزاده تر دې وړاندې په ازادو سیالیو کې ۱۲ ریکارډه، نهه بریاوې او درې ماتې لري.