د افغانستان د ګډو رزمي، هنري لوبو لوبغاړی احمد سهیل حسنزاده نن شپه د «کېج واریرز» سازمان په ۱۶۵ پړاو لوبو کې د خپل امریکایي سیال چېسن بلر پر وړاندې لوبېږي.
دغه لوبه د ۷۷ کیلو ګرامه وزن په لرلو سره د امریکا په کالفرنیا ایالت کې ترسره کېدونکې ده.
د دواړو لاوبغاړو تر منځ د وزن کشولو سیالي ترسره شوه، حسنزاده د «اېماېماې» دیارلس ریکارډه لري چې په هغو کې لس بریاوې او درې ماتې یې خوړلې دي.
د حسن زاده سیال چېسن بلر ۲۵ کلن دی او په «اېماېماې» کې څلور رسمي ریکارډونه لري.
هغه یو پېژندل شوی امریکايي غېږ نیوونکی دی؛ تر دې مهاله یې په ازادو مبارزو کې درې سیالۍ ګټلې او یوه یې بایللې ده.