افغان جودو لوبغاړی وارث الکوزی د جرمني په جودو سیالیو کې درېیم شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

افغان جودو لوبغاړي وارث الکوزي د الفن جام سیالیو کې چې د جرمني د دولسو ښارونو لوبغاړو په کې ګډون کړی و، د ۶۶ کیلو ګرامه وزن سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام تر لاسه کړ.

دغه سیالۍ په برلین ښار کې جوړې شوې وې او الکوزي د درېیو پرله پسې بریاوو نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه؛ خو په وروستي پړاو کې یې ماتې وخوړه.

وارث الکوزی لومړی د فرانکفورت له لوبغاړي لوبه وګټله، په بل پړاو کې د برمن ښار لوبغاړی یې مات کړ او په درېیمې لوبه کې د هانوفر ښار له لوبغاړي یې وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې وه.

دغه افغان لوبغاړي په نیمه پایلوبه کې د برلین ښار کوربه لوبغاړي سره مبارزه وکړه او په دغه پړاو کې یې له ماتې خوړلو سره د برنزو مډال وګاټه.

نور خبرونه

رادیو