دغه سیالۍ چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب پیل شوې، نن یک شنبه د (لیندۍ ۱۹ مه) افغانستان د نیپال په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شو.
نیپال لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې هند ته د اوو ویکټو په توپیر و بایلله.
په تېره سیالۍ کې هم د لوبې پچه د هند لوبډلې ګټلې وه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.
د جمعې په ورځ له هند سره د ۱۹ کلنو اسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په تولو پنځوس اورونو کې د لسو ویکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې وې.
هند د افغان لوبډلې د ۱۷۴ منډو هدف د لوبې په ۳۷،۳ اورونو کې پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
بل خوا نن یکشنبه هند د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوی .
د پاکستان لوبډلې د هند پر وړاندې د سیالۍ پچه ګټلې او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام لومړۍ لوبه له نیپال او هند بیا خپله لومړۍ لوبه له افغانستان څخه ګټلې ده.