د پاکستان د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې نېپال تهپه اوو ویکټو ماته ور کړه.
نېپال د ۴۷.۲ اورونو لوبولو او ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې پاکستان په ۲۶.۲ اور کې د دریو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د کرېکت اسیا جام د نولس کلنو سیالیو کې نېپال راتلونکې یکشنبه له افغانستان سره لوبه لري.
په دې جام کې نن افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه.
د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.
دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.