د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، د لوبې په پیل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو ویکټو په بایللو سره هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.
د دې اعلامیې له مخې، سیالې لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې د دریو ویکټو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له نیپال سره ډګر ته وځي.
د ۱۹ کلنو د ۲۰۲۳ پنځوس اوره نړیوال جام کې اته لوبډلې په دوو ډلو کې یو د بل پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې لوبیږي.
دا جام نن پیل شو او روانې ډیسمبر میاشتې تر ۱۷ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، هند، نېپال، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د جاپان لوبډلې ګډون لري.