د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نوولس کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه تېره شپه ناوخته متحده عربي اماراتو ته ورسېده.
د ۲۰۲۳ کال د نوولس کلنو اسیا جام سیالۍ د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.
د نوولس کلنو اسیایي جام سیالۍ د متحده عربي امارتو په کوربه توب د روان کال د ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه پیلیږي او تر ۱۷مې نېټې به روانې وي.
افغان نوولس کلنه ملي لوبډله خپله لومړنۍ لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کوي.
د اسیا جام په دغو سیالیو کې افغانستان، نیپال، هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، جاپان، بنګله دیش او سریلانکا لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.
د کرېکټ د اسیایي شورا اسیا جام سیالۍ چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کیږي، افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله به په کې خپله لومړۍ سیالي د ډسمبر پر ۸ مه له هندوستان، په ۱۰مه له نېپال او په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ولوبیږي.
پاتې دې نه وي چې افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام لوبو اتلولي ګټلې وه او په وروستي پړاو کې یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه خو له هند او پاکستان څخه یې ماتې خوړلې وه.