د افغانستان د کرېکټ الف ملي لوبډلې ( افغان ابدالیان) او د انګلند الف لوبدلې (انګلنډ لاینز) تر منځ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه د ډسمبر پر درېمه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې پیل شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ دغه لوبډله د اکرام علي خېل په لوبډلمشرۍ د یادې سیالۍ لپاره لېږلې وه.
د یادې لوبې په لومړۍ ورځ انګلڼډ لاینز لوبډلې د افغان ابدالیانو پر وړاندې توپ وهنه پیل کړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې د انګلنډ لوبډله د ۱۳۷ منډو په جوړېدو له ډګره بهر کړه.
په دې ورځ د افغان لوبډلې په ګته ضیاءالرحمن اکبر ۴، ظاهر خان او شرف الدین اشرف دوه، دوه او نجات مسعود یوه وېکټه تر لاسه کړه.
د لوبې په ورستۍ او درېمه ورځ افغان لوبډلې د پنځو وېکتو په توپیر انګلند لاینز ته ماتې ورکړه.
د لوبې په ورستۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې د انګلند لاینز د ۱۴۷ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
په دغې پانۍ کې دروېش رسولي ۴۵، احسان جنت ۲۹ او لوبډلمشر اکرام علي خېل ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میریس اشرف ویلي، دغه سیالي یې د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د افغان ابدالیانو د کرېکټ لوبډلې د لا غوره چمتوالي په موخه پلان کړې وه.