د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی راشد خان په لندن کې د ملا تر عملیات وروسته تمرین کولو ته راګرځېدلی او تمه ده، چې ډېر ژر لوبو کولو ته هم راستون شي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي رحمت شاه زرمتي د چهار شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۸مې) پر خپل اېکس پاڼه د لندن په یو ورزشي کلپ کې د تمرین کولو پرمهال له راشد خان سره یو انځور خپور کړی دی.
ښاغلي رحمت شاه لیکلي:«اتله خوښ یم، چې یوځل دې په کلپ کې د تمرین کولو پر مهال وینم او هیله لرم چې ژر روغ رمټ شې.»
راشد خان یوه اونۍ وړاندې د لندن په یوه روغتون کې د ملا عملیات تر سره کړل.
نوموړي د نومبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي و، عملیات پر مخ تللي دي اوس د رغېدو په حال کې یم او د لوبې ډګر ته د بېرته ستنېدو انتظار نه شم کولای.
راشد خان تر نړۍوال جام وروسته د ملا عملیات وکړ.
د افغانستان کرېکټ بورد ویلي و، چې راشد خان له یوې مودې راهیسې د ملا له درده کړېده او تر نړۍوال جام وروسته یې د ډاګټر جېمزاېلیبون له لورې د انګلستان په یوه روغتون کې یې د ملا عملیات تر سره کړل.
د کرېکټ بورډ په خبره، د ډاکټرانو له لورې راشد خان ته د استراحت سپارښتنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې د هند او سریلانکا سره د شل اوریزو، یو ورځینو او ټېسټ لوبو سېریزونه هم لري.