د متحده عربي اماراتو د لس اوریز سوداګریز لیګ لومړۍ لوبه نن په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۷

د متحده عربي اماراتو لس اوریز سوداګریز لیګ د کرېکټ تر ټولو چټکه بڼه ده او په دغه لیګ کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې د اتلولۍ ګتلو په موخه لوبېږي.
دغه لس اوریز لیګ چې نن د سه شنبې په ورځ د (لېندۍ ۷مه) پیلیږي، په بېلابېلو لوبډلو کې له افغانستانه ۱۲ لوبغاړي لوبېږي.

په نړۍ کې د کرېکټ د چټکې بڼې دغه سوداګریز لیګ به دوولس ورځې دوام وکړي.
په دغه لیګ کې د اتو لوبډلو تر منځ ۳۲ سیالۍ ترسره کېږي او هره سیالي د ۹۰ دقیقو په موده کې ترسره کېږي.
د دغه لیګ لومړۍ سیالي نن سه شنبه د نیویارک سټرایکرز او ډیکن ګلېډیټرز تر منځ ترسره کېږي.
په دغه لیګ کې د نړۍ وتلي لوبغاړي شکیب الحسن، جېسن روی او کوټین ډیکاک تر څنګ له افغانستانه نوین الحق، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، اظهارالحق نوید، طاهر خان، وقار سلیمانخېل، حضرت الله ځاځی، ضیالرحمان، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت او نور احمد لوبېږي.
په دغه لیګ کې به په عادي ورځو کې دوه او د رخصتیو په ورځو به درې لوبې ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو