د پاکستان د ړندو کرېکټ شورا وايي، چې د دې لوبغاړو د دویمې درجې شل اوره جام د پنجاب صوبې په فیصل اباد ښار کې نن پیل شو.
د ړندو کرېکټ جام به د نوموړبر تر ۲۶ یا تر راتلونکو څلورو ورځو روان وي چې اته لوبډلې پکې په دوو ګروپونو کې لوبېږي.
د پاکستان ملي بانک په مالي ملاتړ دې جام کې د دغه هېواد د ټولو صوبو د ړندو وتلې لوبډلې ګډون لري.