برېټانوۍ افغان ویټنس ادارې د یوه راپور په خپرولو سره په خواله رسنیو کې د افغان ښځینه فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی.
د افغان ویټنس پروژه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر وړاندې له سپکاوي څخه ډک پوسټونه درې برابره زیات شوي.
د دغه بنسټ په وینا، «دغې زهرجنې فضا په افغانستان کې ښځینه سیاسي فعالانې چوپتیا ته اړې کړي دي.»
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د ښځینه فعالانو پر وړاندې د مجازي تاوتریخوالي په اړه یو راپور خپور کړ، چې په کې د اېکس په ټولنیره پاڼه (پخواني ټویټر) کې په فارسي او پښتو ژبو ۷۸ زره پوسټونه د سلو افغان ښځینه فعالانو په اړه څېړل شوي.
دغه سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو پر وړاندې آنلاین تاوتریخوالی درې برابره زیات شوی.
په دې راپور کې ویل شوي، د خواله رسنیو هغه کاروونکي چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک پوسټونه لیکي ډیری یې د طالبانو ملاتړ کوي.
د سازمان څیړونکو موندلې ده چې، «د طالبانو ټیټ پوړي غړي او ددغې ډلې ملاتړي ډیری له سپکاوي ډک پوسټونه او ټويټونه کوي.»
د دې څېړنې لوړپوړې څیړونکې فرانچسکا جنټایل وویل: «کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ټولنیز رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي نظرونو د څرګندولو ځای څخه د ښځو د ځورونې او ظلم په مرکز بدل شوی دی.»
هغې زیاته کړه، «موږ د ډېرو تاوتریخوالو او بدو پیغامونو د یوې څپې شاهدان یو چې افغان ښځې په نښه کوي، دا پیغامونه اکثرا د شخصي پیغامونو په بڼه لیول شوي او په ورته وخت کې له تاوتریخوالي، ګواښونکي او فحشا څخه ډک دي.»
د دغه راپور پر بنسټ، هغو ښځو چې له افغان ویټنس سره مرکه کړې ده ویلي دي چې، دوی ته له فحشاوو ډک داسې پیغامونه رسېدلي چې غیر اخلاقي انځورونه او د جنسي تېري او مرګ ګواښونه پکې شوي دي.
دغې پروژې ته یوې مرکه کوونکې ویلي دي چې، «که تاسو یوه فعاله ښځه یاست او په ټولنیزو رسنیو کې حضور لرئ، تاسو ته د یوې فاحشې په سترګه کتل کیږي.»
د افغان ویټنس په وینا، دا څیړنه ښیي چې دا میرمنې نه یوازې د انلاین ځورونې او تاوتریخوالي په پایله کې چپ پاتې کیدو ته اړ کیږي، بلکې «د دوی په رواني روغتیا منفي اغیزې" هم پریږدي.»
افغان ویټنس وايي چې د خواله رسنیو په زهرجن چاپیریال کې، «ښځې د آنلاین تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځانونه سانسور کوي او یا هم د ټولنیزو رسنیو له کارولو ډډه کوي.»
افغان ویټنس چې په برېټانیا کې د ناپېیلی سازمان د اطلاعاتو د مرکز یوه پروژه ده، په افغانستان، اوکراین، میانمار او سوډان کې د بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جرمونو او ناسمو اطلاعاتو په اړه معلومات راټولوي.