د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د سړیو کرېکټ نړیوال جام په پایلوبه کې هند ته په ماتې ور کولو سره د شپږم ځل لپاره دا جام وګاټه.
هند د ټاکلو ۵۰ اورونو په ترسراوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې، خو اسټرالیا په شپږوم ویکټو سره په ۴۳ اور دا هدف پوره کړ.
د هند او اسټرالیا پایلوبه د احمد اباد د نرېندار مودي نړیوال لوبغالي کې د اسټرالیا له خوا د پچې ګټلو او توپ اچولو سره پیل شوه.
خو د هندۍ لوبډلې د کمو منډو جوړولو سره له لومړیو باور دا و چې اسټرالیا به پایلوبه ګټي.
په هندي لوبغاړو کې راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۵۴ او کپتان روهیت شرما ۴۷ منډې وکړې.
په مقابل کې د اسټرالیا لوبډلې په پوره ډاډ سره لوبه پیل کړه او د شپږو لوبغاړو سوځېدو سره یې ټاکلی هدف په ۴۳ اور کې پوره کړ.
د اسټرالیا لوبغاړو کې ټریوس هېډ په ۱۲۰ توپونو سره ۱۳۷ منډې وکړې او لبوشین هم ۵۸ منډو جوړولو سره تر اخره پاتې شو.
تر دې مهاله ۱۲ځله د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو د اتلولۍ نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې دي.
د یو ورځینو سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا ترې مخکې پنځه ځله د کرېکټ نړیوال جام ګټلی و او دا یې شپږم ځل شو.
هند بیا دوه ځله دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې او د درېیم ځل ګټلو لپاره یې نن ارمان پوره نه شو.
د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه هند خورا پیاوړې لوبډله وه.
دغې لوبډلې خپلې لس پرله پسې لوبې له کومې ماتې پرته په لویو - لویو توپیرونو وګټلې.
خو اسټرالیا په ګروپي لوبو کې له هند او سوېلي افریقا څخه په دوو ماتو خوړلو اته سیالۍ ګټلې دي.