د کرېکټ نړیوال جام کې هند د اسټرالیا لپاره ۲۴۱ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال پنځوس اوریز جام په پای لوبه کې نن هند له اسټرالیا سره مخامخ شو او د اسټرالیا له خوا د پچې له ګټلو وروسته هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه.

هند د ټاکلو ۵۰ اورونو په ترسراوي سره ۲۴۱ منډې هدف وټاکه.

د توپ وهنې په جریان کې راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۵۴ او کپتان روهیت شرما ۴۷ منډې وکړې.

تر دې مهاله ۱۲ځله د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو د اتلولۍ نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې دي.

د یو ورځینو سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا پنځه ځله د کرېکټ د یو ورځیو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.

هند بیا دوه ځله دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې او د درېیم ځل ګټلو لپاره نن یو ځل بیا خپل بخت ازمايي.

د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه هند خورا پیاوړې لوبډله ده.

دغې لوبډلې خپلې لس پرله پسې لوبې له کومې ماتې پرته په لویو - لویو توپیرونو وګټلې.

خو اسټرالیا په ګروپي لوبو کې له هند او سوېلي افریقا څخه په دوو ماتو خوړلو اته سیالۍ ګټلې دي.

نننۍ پایلوبه د هند د احمد اباد د نرېندار مودي نړیوال لوبغالي کې روانه ده، چې د راپورونو له مخې نږدې ۱۰۰زره ننداچیانو پکې برخه اخیستې ده.

نور خبرونه

رادیو