پرون د نومبر ۱۷مه د زدهکړیانو نړیواله ورځ وه؛ خو شاوخوا یو کال کېږي چې په افغانستان کې ښځینه زده کړیانې له زده کړو بې برخې دي.
يو شمېر ښځينه زدهکړیانې وايي، چې دوی هر کال دغه ورځ نمانځله، خو سږ کال دوی له زدهکړو بې برخې دي.
دغه زدهکړیانې وايي چې غواړي لږ تر لږه تر راتلونکي کال پورې پوهنتون ته راستنې شي.
په ورته وخت کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادان له زدهکړو راګرځول او د دغه بهیر دوام د اندېښنې وړ بولي.
نویده په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د دویم کال زدهکړیاله وه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
نويده وايي، دا چې نجلۍ ده او په دې پلمه له زدهکړو بې برخې کړای شوې ده، ورته د منلو نه ده او د طالبانو دا چلند نا عادلانه بولي.
نوموړې وایي، «اوس د انګلیسي ژبې پر زدهکړو بوخته یم او د زدهکړو په برخه کې هر راز مبارزې ته چمتو یم او له هرې ممکنې لارې د خپلو وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې کوم.»
د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي یوه زدهکړیاله د نه نوم نه ښودلو په شرط وایي چې، هغه د دریم کال محصله وه او که طالبانو د نجونو د زدهکړو مخنیوی نه وای کړی اوس به له پوهنتونه فارغه وه.
هغه وايي، «هر کال مې له خپلو نورو ملګرو سره په خوښۍ سره د زده کړیانو ورځ نمانځله، خو سږ کال په همدې ورځ زه او په زرګونه نورې ښځينه زده کړیانې له زده کړو بې برخې دي.»
دغه زدهکړیاله د پوهنتون د دروازو له بندیدو وروسته خپل ځان د بندي په څیر ګڼي او هيله لري چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه به پر طالبانو د فشارونو په راوړلو سره د نجونو لپاره د ښوونيزو موسسو پر پرانېستلو هغوی قانع کړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته پر افغان ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ د راپور له مخې، طالبانو د ښځو او نجونو په اړه تر ۵۰ ډېر بندیزونه لکولي دي.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو سره له هغوی څخه وغوښتل چې تر بلې خبرتیا دې پوهنتونونو ته د نجونو له ننوتلو ډډه وکړي.