محمد یوسف د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ټیم روزونکی وټاکل شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د پاکستان کرېکټ بورډ پخوانی روزونکی محمد یوسف د دغه هېواد د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د بټینګ روزونکی ټاکلی دی.
بورډ نن په یوه اعلامیه کې وايي، د محمد یوسف لومړۍ کار به د ۱۹ کلنو اسیا او نړیوال جامونو ته د لوبغاړو تیارول وي.

د ۱۹ کلنو اسیا نړیوال جام د ډسمبر له اتمې تر ۱۷ مې نېټې په متحده عربي اماراتو او نړیوال جام یې د جنورۍ له ۱۳ تر فبروري ۴ مې په سریلانکا کې کیږي.

محمد یوسف تر دې مخکې د پاکستان د ملي ټیم او اکاډمۍ بټینګ روزونکی پاتې شوی.

د پاکستان کرېکټ بورد پر فیسبوک پاڼه یوه ویډیو کې محمد یوسف وایي چې دا مسوولیت د ده لپاره ویاړ دی او په دواړو جامونو کې د خپل مسوولیت ترسره کولو ته په تمه دی.

هغه وایي: « له خپلو تجربو څخه په استفادې به له لوبغاړو سره پوره کوښښ وکړم چې لوبغاړي ښه ولوبیږي او موږ له بریا سره بیرته راستانه شو.»

محمد یوسف د پاکستان د کرېکټ له بریالیو توپ وهونکو څخه شمېرل کیږي.

هغه له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۷ زره او ۵۳۰ ټسټ منډې او ۹ زره او ۷۲۰ یوه ورځنې منډې کړې دي.
محمد یوسف په ۲۰۰۶ میلادي کال ټسټ لوبو کې د یو زرو ۷۸۸ مڼډو ترسره کولو ویاړ ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو