د مومند- باجوړ د سولې باسیکل ځغلولو سیالي پیل شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د پاکستان د پوځ په مالي ملاتړ د مومند باجوړ سولې سیکل سیالي په نوم د دغه هېواد د څلورو صوبو د باسیکل ځغلوونکو ترمنځ سیالي نن پیل شوه.

دې سیالۍ کې د مومند باجوړ ضلغو او پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د څلورو صوبو ۱۲۰ باسیکل ځغلوونکي ګډون لري.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، دا سیالي به تر یکشنبې روانه وي.

نور خبرونه

رادیو