بابر اعظم د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو فارمټونو لوبډلمشر و.
د نړۍوال جام په لوبو کې پاکستان له افغانستان، هند، سویلي افریقا او اسټرالیا لوبډلو له لورې د تمې خلاف له ماتو وروسته ونه توانېده چې په دغه جام کې تر نیمه پایلوبې وړاندې تګ وکړي.
په نړۍوال جام کې له افغانستان څخه تر ماتې وروسته د پاکستان پر کرېکټ بورډ او د ملي لوبډلې پر لوبډلمشر سختې نیوکې هم وشوې او تېره ورځ د دغه هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم استعفا وکړه او د کرېکټ بورډ یو شمېر چارواکي هم له دندو شړل شوي دي.
د پاکستان کرېکټ بورډ د بابراعظم استعفا منلې ده او تېره ورځ یې اعلان وکړ، چې شاهین شاه اپریدی به د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر او شان مسعود به د پاکستان د تېسټ لوبو لوبډلمشر وي.
خو د پاکستان د کرېکټ بورډ له لورې د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې په راتلونکو میاشتو کې به د اسټرالیا او نیوزیلنډ سره د لوبو لپاره د کرېکټ د ملي لوبډلې په روزونکو کې هم بدلون راولي.
بابراعظم د تېرو څلورو کالو راهیسې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و.