د کرېکټ نړۍوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې د اسټرالیا لپاره ۲۱۳ منډې هدف وټاکه.
د سوېلي افریقا او اسټرالیا دا لوبه د کوربه هند په کلکته ښار کې روانه ده.
سوېلي افریقا د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او تر ۲۴ منډو جوړولو یې څلور لوبغاړي وسوځېدل؛ خو وروسته د باران له امله لوبه وځنډېده.
د لوبې بیا پیلېدو سره په وروستي اور کې د سوېلي افریقا ټوله لوبډله د ۲۱۲ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د سوېلي افریقا په لوبغاړو کې ډیویډ مېلر د ۱۰۱ منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد.
د کرېکټ نړۍوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پرون هند د نیو زیلنډ لوبډلې ته په ماتې ور کولو پایلوبې ته ووت.