د کرېکټ په نړۍوال جام کې هند نیو زیلنډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته ووت

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د کرېکټ نړۍوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې هند نیو زیلنډ ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه او فاینل ته ووت.

د ممبیي ښار په وانکیډا لوبغالي کې هند د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو کې ۳۹۷ منډې جوړې کړې.

ویرات کولي ۱۱۷ او شریاس ۱۰۵ منډې جوړې کړې او تر نورو ښه وځلیدل.

د نیو زیلنډ توپ اچوونکو ټم ساوتي ۳ ویکټې او ټرینټ بولټ یوه ویکټه واخیسته.

د ۳۹۸ منډو په تعقیب کې نیو زیلنډ په ۴۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۷ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلنډ توپ وهونکي ډېرل مچل ۱۳۴ منډې جوړې کړې، چې تر نورو ښه وځلید.

هندي توپ اچونکي محمد شامي غوره توپ اچونه وکړه د ۵۷ منډو په ورکولو سره یې ۷ ویکټې واخیستې. جسپریت بمرا، محمد سراج او کلدیپ یوه یوه ویکټه واخیسته.

محمد شامي ته د ښې توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي ایوارد ورکړل شو.

ویرات کولي د کرېکټ په یو ورځنيو لوبو کې د پنځوسو سلیزو په کولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي نن د نیو زیلنډ په مقابل کې د دې ریکارډ جوړولو سره د خپل هېواد د بل لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

کولي په ۲۹۱ نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې او ۷۱ پنځوسیزې کړې دي.

تر کولي مخکې سچن ټنډولکر په ۴۶۳یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې او ۹۶ نیمه سلیزې وهلې وې.

دې لوبه کې ویرات کولي د سلیزو او روهیت شرما د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویرات کولي نړۍوال جام کې د سلیزو شمېر پنځوسو او روهیت شرما د شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

دا چې هند به په فاینل کې له سویلي افریقا یا اسټرالیا سره لوبیږي دا به د جمعې په شپه د دې دواړو لوبډلو له لوبې وروسته معلومه شي.

د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ لوبه د جمعې په شپه د کلکتې په ایډن ګارډنز لوبغالي کې ترسره کیږي؛ چیرته چې د باران او طوفان اټکل شوی.

که لوبه د باران له امله ودریږي نو دا به لومړی ځل وي چې سویلي افریقا فاینل ته کولیفای کیږي.

نور خبرونه

رادیو