د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلي بریالی سفر او د هیوادوالو تود هرکلی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له نهو لوبو څخه د څلورو لوبو په ګټلو په نړیوال جام کې خپل لوبیز سفر پای ته ورساوه او په ۲۰۲۵ کال کې د ترسره کېدونکي چمپينز ټراپي کې يې د لوبېدو چانس پیدا کړ.

افغان ملي لوبډله به د لومړي ځل له پاره په دغه ټورنمنټ کې ولوبیږي.

د کرېکټ افغان ملي لوبډله تېره ورځ هیواد ته ستنه شوه.

په کابل هوایي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې د هرکلي له پاره چمتوالی نیول شوی و او سلګونه افغانان د کرېکټ ملي لوبډلې هرکلی وکړ.

افغانستان د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نهو لوبو څخه څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې څلور بریاوي خپلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان، هیواد ته د کرېکټ ملي لوبډلې د رسېدو پر مهال وویل: «د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په دغه جام کې د لوبېدو له پاره دوه کاله چمتوالی نیولی و، موږ دا تمه لرله چې لوبډله به نوره هم مخته ولاړه شي خو بیا هم کوم هدف چې لوبډلې د ځان له پاره ټاکلی و هغه یې ترلاسه کړ. موږ ښې لاسته راوړنې لرلې او نور به ملي لوبډله د هرې لوبډلې سره داسې سیالي کوي لکه څنګه چې یې په نړیوال جام کې وکړې.»

همدارنګه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي: «موږ خپلې ټولې هڅې وکړلې چې د هیوادوالو د خوشحالیو له پاره په نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولرو، په نړیوال جام کې مو ښه پایله ولرله. نړۍ ته مو یو پیغام لاره، چې په دې نړیوال جام کې مو ورکړ نور به شاته نه ګورو او په نورو سیالیو کې به هم ښې لاسته راوړني ولرو.»

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبېدو انداز د کرېکټ د نړۍ د ډیرو مشهورو څیرو د پام وړ ګرځیدلی و.

په افغان لوبډله کې راشدخان، مجیب ځدران، نور احمد، عظمت عمرزی، ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز هغه لوبغاړي وه چې د نورو په پرتله په توپ اچونه او توپ وهونه کې د نړیوالو پام ځان ته اړولی و.

د کرېکټ مبصرین او د کرېکټ د نړۍ پخوانیو ستورو افغان لوبډله قوي لوبډله یادوي او وايي چې د کرېکټ په نړۍ کې به یو ښه تاریخ جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو