د ګالپ په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان دننه او همدارنګه د سلګونو زرو هغو کډوالو مېرمنو او نجونو لپاره چې پاکستان ته کډه شوي او اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستنېدو ته اړې شوي، وضعیت تریخ دی.
د ګالپ یوه ارزونه چې له ۱۱ سلنې مېرمنو سره په کې مرکې شوې ښیي، چې نږدې ټولې افغان مېرمنې رنځ وړي او ډیرې یې داسې احساس نه کوي چې د دوی په هېواد کې مېرمنو ته درناوی کېږي؛ خو سږکال د ښځو رضایت د هغې ازادۍ څخه چې دوی یې د خپل ژوند په اړه د ټاکلو لپاره لري په بې ساري ډول ټیټ شوی دی.
ګالپ لیکلي، چې د طالبانو د لګېدلیو بندیزونو سره نه یوازې ښځې، بلکې نارینه هم د خپلو ازادیو په برخه کې ناخوښه برېښي.
په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ګالپ ارزونه ښیي، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې نارینه او ښځو دواړو ومنله چې په دغه هېواد کې له ښځو سره نه ښه چلند کېږي او نه هغوی ته د درنښت په سترګه کتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په ښځو تر پنځوس ډوله زیات بندیزونه لګولي دي.