د کرېکټ نړیوال جام په ۴۱ سیالۍ کې نن د سریلانکا ملي لوبډلې د نوي زیلنډ په مقابل کې۱۷۲ منډې هدف وټاکه
نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه. سریلانکا په ۴۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې.
دا سیالي د نړیوال جام د کوربه هېواد هند په بنګلور کې روانه ده.
دواړو لوبډلو په نړیوال جام کې اته اته لوبې کړې، خو نوي زیلنډ څلور او سریلانکا دوه لوبې ګټلې دي.
د جدول له مخې، نوی زیلنډ شپږم او سریلانکا نهم ځای لری