افغان لوبډلې اسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۹ سیالۍ کې افغان لوبډلې سیالې اسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو اورونو په لووبو او پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۱ منډې وکړې.

په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدران د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.

نوموړي اول ځل په نړیوال جام کې سلیزه هم وکړه او د لوبې تر پایه پاتې شو.

د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، په نننۍ سیالۍ کېراز راشد خان په ۱۸ توپونو چټکې ۳۵، رحمت شاه زرمتي ۳۰، حشمت الله شهیدي ۲۶، عظمت الله عمرزي ۲۲ او رحمن الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.

نور خبرونه

رادیو