د افغانستان کرېکټ لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځډران لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې یې سلیزه وکړه.
ابراهیم ځدران نن له اسټرالیا سره په سیالۍ کې دا ویاړ وګاټه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې تر دې مخکې ابراهیم ځدران په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې څلور سلیزې کړې او له نننۍ سره پنځه شوې.
د کرېکټ نړیوال جام ۳۹ سیالۍ د اسټرالیا په مقابل کې د افغان لوبډلې په توپ وهلو پیل شوه.
دا لوبه د ممبيي په وانکیدا لوبغالي کې روانه ده.